غزل
هغې ته ووایه چــې یــو ځال دې ماښام پاتې شي
میخانه نه ده چې الفــــت په کې بــدنام پاتې شي
یـــو لیـــوني ته بــه څــوک څنګه قــصیدې ووایـي
سنـدرې وایـــو مګر مونږ ســـــره دې قام پاتې شي
زه بـــه د میـــنی ټــول رازونــه ورتــه وســپاړمـــه
سپوږمی دې هم زما په غیږه کې په بام پاتې شي
که څوک ازار کوي نـو حـق یې دی کولی یې شــي
د لـــیونو ســــره بـــه کـــوم ســــړی ارام پاتې شي
د خلکو مـــخ کې راته وایــي وروره ستړی مه شې
د پښتـــنې میـــنی اخیــر کـــې دا انجام پاتې شي
فدا په دې موضـــو مې سر له ســره نه خلاصیږي
پــه یارانـــه کــې هـــر ســــړی ولې ناکام پاتې شي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

2September 1, 2026 216 2