غزل
ژوند سره به اړوې ځان رنګ په رنګ
وینې خو جانانه جهان رنګ په رنګ
هر چاته په هر رنګ کې ګویا دي څوک
بویه لامکان او مکان رنګ په رنګ
ستا د مینې رنګ مې پکې ونه موند
اړوم د مینې داستان رنګ په رنګ
تا سره به هر وخت کې ولاړ وي وخت
زده دې څيرول د ګرېوان رنګ په رنګ
لاس دې په خوله ایښی مجبورۍ ګنې
چیغې دې راځي د وجدان رنګ په رنګ
کوم د قربت رنګ دې ځان نه تاوو کړمه
ګرځي دې کوڅه کې سګان رنګ په رنګ
وینم شمائلې، رنګینۍ چې اوس
را دې شي د مینې ارمان رنګ په رنګ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

September 3, 2026 127