غزل
چې حق وایمه خود به ګنهګار یمه ، ټیک نه یم
آخر به د منصور غوندې په دار یمه ، ټیک نه یم
بې خونده، بې مزې او بې خمار یمه ، ټیک نه یم
نن سم ګوره، په خپلو اوږو بار یمه ، ټیک نه یم
ته صبر وکړه ، ځان دررسومه انشاءالله
مزلي دي سفر کوم په لار یمه ، ټیک نه یم
ای ماه د دغې ښار ټولي کوڅې درپسې چاڼ کړي
اي زه خو لېونی د دغې ښار یمه ، ټیک نه یم
مړ هم یمه ، پړ هم یمه ، فتوي هم په ما لګې
قاتل یمه ، مقتول یمه ، غدار یمه ، ټیک نه یم
پوهېږم ، ښه پوهېږم ته زما نه شې کېدای
خو بیا هم چې زه ستا په انتظار یمه، ټیک نه یم
سندرو نه خوند اخلي ، سندرغاړي پورې خاندي
بس زه د دې پښتون وطن فنکار یمه ، ټیک نه یم
راځه راسره کېنه چې زړګی زما خوشحال شي
ظهیره ، زه په تا پسې بیمار یمه ، ټیک نه یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

September 4, 2026 71