غزل غم، وسواس، او اندیښنه به مې خراب کړي ټوکې نه کوم له زړه به مې… — پښتو شعرونه او غزلی — TG.ME

#غزل
غم، وسواس، او اندیښنه به مې خراب کړي
ټوکې نه کوم له زړه به مې خراب کړي

ډک سیګرټ او په ماښام هندي سندرې
دوامداره که شي ښه به مې خراب کړي

ورته هره شپه لمن، لمن کیسې کړم
ګونګ تصویر پر دېواله به مې خراب کړي

تللیه خوبه سړی څه درسره وکړي
ستا په نیمو شپو راتله به مې خراب کړي

ستا غمونه نا بللي مېلمانه دي
نابللي مېلمانه له مې خراب کړي

آهو چشمې! ستا له سترګو صدقه شم
آهو چشمې! ستا کاته به مې خراب کړي

د شبنم په څېر د یار په غېږ کې پروت یم
خو د هجر لمر خاته به مې خراب کړي

زما د مخ څرمن غربت خرابه کړې
وخت به راشي تور ویښته به مې خراب کړي

په خیالي معشوقه شعر لیکل سمونه
دا خو ګرانه ده ماغزه به مې خراب کړي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....

╔═════❥●○○○
 💎@Jan210
╚═════────♡♡♡─✤●
September 4, 2026 101