غزل
تماشې پکې پیدا کړه، تماشه ورپکې وکړه
ژوند دې خپل دی او تۀ خپله تجربه ورپکې وکړه
چيغې هسې هم تمثيل شوې، پۀ بې درکه زمانه کې
زۀ پۀ خوند یم د درد روږدی، اضافه ورپکې وکړه
اې دژوند د سختې لارې، سخته ستړيه لارويه
میکده ده کۀ جومات دی، لږ دمه ورپکې وکړه
تياره پرېده، رڼا پرېده، مۀ سکون غواړه نۀ مينه
ژوند کنډر غوندې يو کور دی، ګذاره ورپکې وکړه
ځه شهابه هغه غرونه ، هسې هم د هيچا نۀ دي
سوې چيغې او پۀ يار پسې ناره ورپکې وکړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

3September 2, 2026 197