غزل
زه مې د روح قاتل ته څنګه سلامي وکړمه
مرګه پیرزو دې یم چې داسې زندګي وکړمه؟
بیا به د خپل کلي په خړو ډاګو ونه ناڅم
ګومان مې نشي بیا دې شنه بنارسي وکړمه
له ړنګې ځالې سره زه هم خس شوم باد یوړمه
مرغۍ خو نه یمه چې هر کالې خواري وکړمه
زه به د زړه په وینو ستا د بڼ ګلان اوبه کړم
زه به د سترګو له رنګ تاته نقاشي وکړمه
محفل به ډک، ستا به پیښمانه سترګې ما لټوي
زه به مخ واړوم سلام به معمولي وکړمه
ولې دې ژوند راکړ، په ژوند دې حاکمیت رانکړ؟
زه به له خدای نه دا پوښتنه ضروري وکړمه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

4September 1, 2026 231 2