غزل ای کبرجنه یــــــــــــاره چاته لاړی څنګه له ځمکـــــی نه هواته… — پښتو شعرونه او غزلی — TG.ME

غزل

ای کبرجنه یــــــــــــاره چاته لاړی
څنګه له ځمکـــــی نه هواته لاړی

زه درته دري قـدمه مخکی راغلم
ته ولی دری قــــــــدمه شاته لاړی

زما ټول عمر په تیارو کې تیر شو
ته ولی وایې چـــــــې رڼاته لاړی

حالات به څنګــــه زما نه ورانیږی
رقیبه ته چی د یـــــار خواته لاړی

گلابه څومره بختــــــور ښکاریږی
د یار د تور وربـــــــل دنیا ته لاړی

جانانه ته د چــا په تمه ناست یی
چی د فکرونـــــــــــو کربلاته لاړی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....

╔═════❥●○○○
 💎@Jan210
╚═════────♡♡♡─✤●
August 31, 2026 243