غزل
تسلي راکړه، يم بدحاله، سړی څنګه وکړي ؟
زما د سختې انډيواله، سړی څنګه وکړي ؟
چې خودکُشي دې ناروا کړه، ښاا نو تۀ ووايه
چې له ځان تنګ شي ذولجلاله، سړی څنګه وکړي؟
چاته يې تش کړي؟ چاته وژاړي پۀ چيغو چيغو؟
چې زړګی ډک وي بې مثاله، سړی څنګه وکړي؟
زاا خو پۀ خوله بۀ د خندا تمثيل دونيا ته وکړو
خو چې دې زړۀ نۀ وي خوشاله، سړی څنګه وکړي؟
سندره پلې کړي؟ کۀ پۀ زوره زوره چيغې وکړي؟
د زړۀتنګون حد کې، وصاله، سړی څنګه وکړي؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●
August 31, 2026 242 3