غزل د درد لاسونه به مې غاړې نه چاپېر نه وي ژوند خوبه تل داسې د تورو… — پښتو شعرونه او غزلی — TG.ME

غزل

د درد لاسونه به مې غاړې نه چاپېر نه وي
ژوند خوبه تل داسې د تورو شپو په څېر نه وي

دا سر خوړلي عذابونه به تکرار وي په ما
تر څو چې هغه بې وفا له مانه هېر نه وي

په ماتو ماتو شونډو خاندم له ناکامه ګنې
تر ما به درد په درست جهان کې د چا ډېر نه وي

بیا به په ټول ښار کې د چا سترګي دروانه وړي
لکه د نن به دې هر کس حُسن ته ځېر نه وي

کریمه! ځکه چاته نه ښایم د زړه زخمونه!
د اسمان ستوري خو بې شماره وي د شمېر نه وي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....

╔═════❥●○○○
 💎@Jan210
╚═════────♡♡♡─✤●
August 31, 2026 256 1