غزل
چې جلا شو رانـــــــــــه یار په محبت کې
پسې ډیر شومـــــــــه بیمار په محبت کې
په زړګي مې د دنیـــــــــــــا اورونه بل وو
سوځیدمه پـــــــــــــه انګار په محبت کې
ناڅاپی سنګه ګونګی شـــــــــو خدایه یار
چی اوس نه کــــــوی اقرار په محبت کې
کلیواله چی له کلی ښـــــــــــــــار ته راغله
اوس یی ډیر شول خریـدار په محبت کې
دا چې ته نن د مرګي پــه بستر پروت یی
تاته چــــــــــــــــــا کړی ازار په محبت کی
زه جانان دی ټولــــه ورځ سترګو ته ګورم
بس همدا می شــــو روزګار په محبت کې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

6August 31, 2026 235 2