پۀ اطمینان او پۀ سکوُن اودۀ شوم
دا ځل بېخي لکه پښتُون اودۀ شوم
د ورځو شپو پۀ شمار خبر هم نۀ یم
پۀ ساړۀ زړۀ لکه بېلتُون اودۀ شوم
پرادو غمونو ته مې لتې ورکړې
سر مې راټیټ کړو پۀ زنګُون اودۀ شوم
د بې غمې پۀ خوند خو اوس پوهه شوم
پۀ وچه تړه لکه شپُون اودۀ شوم
سلامه خوب کښې بۀ سندرې وایم
کۀ چرته بیا لکه پرُون اودۀ شوم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

August 30, 2026 234 1