نن خو ئې خبرې ------ څه خوږې وکړې
شوه راته مسکئ -- هم ئې ښېرې وکرې
څوک وائي چې سترگې نشي ویلی څه
ما سره د یار سترگو ------ کیسې وکړې
یار چې وعده وکړله ---- د شونډو سرو
جام او له ساغر نه مې ----- توبې وکړي
ځمکه او اسمان ------ يار او وفا داسې
زه څه ملامت ------ چې مې ګېلې کړي
ما ته د ژوند پای ټکی --- ښکاره شولو
بيا چې د سبا ------- اشنا وعدې وکړې
زه هم خدای وهلی --- ښه انجان یمه
چاته مې د زړه --- د درد کیسې وکړي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

August 30, 2026 239