مه پوښته چې څنګه په څو رنګه پاتې شوی دی؟
ژوند مې یو ویجاړ میدان له جنګه پاتې شوی دی
څاڅي مې له رنګه ناهیلي ته خو را وګوره
ته وا خړ څادر له کوم ملنګه پاتې شوی دی
مړه دې کړم له ډاره مړ شې داسې خو څوک نه کوي
شین ګلدوز دسمال دې کټ په لنګه پاتې شوی دی
وخت که کېنه کښ، که ریا کار که کرکېجن شوی
شکر ! زړه مې هر حال کې له زنګه پاتې شوی دی
ستا هغه جلان چې به یې لارې راوستې په شور
اوس د هغه مست وجود له شرنګه پاتې شوی دی
۸ وږی ۱۴۰۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

August 30, 2026 228