ښـه پام کــوئ ملګــرو پــه موندلـو کـې د یار د ښکلـو عادت شــوی دی د… — پښتو شعرونه او غزلی — TG.ME

ښـه پام کــوئ ملګــرو پــه موندلـو کـې د یار
د ښکلـو عادت شــوی دی د مینــې نــه انکار

د یار یـوه خـبـره شـوه پـه ما د تـورې وار
دردونـه مـې رګـونـو کې خـوریږي لکـه( ۱)زار

چلیږي پــه دوکـه نــن سبا هــر د عـشق بازار
د ډیــرو د عـمـل ســره تــوپـیـر لـري ګـفـتـار

یوڅو ورځې خوږې درسره تیري کړي په شمار
بیا ژاړه پسـې ټـول عمر زړه خـوره پـه انتظار

کاتبــه ګـیلـه مــه کـوه چې یار مې شو اغیار
ساته به دې لستوڼي کې په خپله ځان ته مار
۱ زار ( زهر)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....

╔═════❥●○○○
 💎@Jan210
╚═════────♡♡♡─✤●
August 30, 2026 226