غزل
هیڅ چا رانکړولو احساس په لاس کې
ځکه مې کلک ونیوه لاس په لاس کې
هغه غم راغی چې زغملی نشم
دا چې اوس ګرځوم ګلاس په لاس کې
ما د رقیب ګوتو کې ولیدلی
لکه پشان یې وی الماس په لاس کې
سترګي مې ټیټې کړي له شرمه ورته
زما تصویر یې پټ کړو پاس په لاس کې
(نجیبه) هغه وخت کې مخکې لاړي
چې کله رادې غلو احلاص په لاس کې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

3August 29, 2026 239 2