غزل
ګرځي په هوا د چم کوترې
مه وژنئ زما د چم کوترې
پرېږدئ چې ازاد وطن کې سا اخلي
پرېږدئ په نڅا د چم کوترې
ناستې د سپين غر په دنګو څوکو دي
ښکاري نيمه خوا د چم کوترې
چا ېې د ژوند ځالې ړنګې کړي دي
راغلې په ژړا د چم کوترې
مه وله ښکاري په غشو مه وله
ښکلې او زېبا د چم کوترې
آه بيا ېې په وينو لمبولي دي
بيا ويشتلي چا د چم کوترې
جنګ کې اې نصرته کړېدلې دي
ژاړي چې هرخوا د چم کوترې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

August 29, 2026 236