غزل
زړه مې وچــاوده له درده په درزا دی
ژونده ستړی یم او غــم دې را په شا دی
زمانه له مانـه دوه قـــدمـه وړاندې
مخلوق ټول بدل، بدل دی پـــــه هوا دی
یو سړی رابانــــــدې هــــره ورځ ګرانیږي
یو سړی راپــــورې هــر وختې بلا دی
زړه یې لپه کې راپورتـــه کـــه او وې ویل
دا د چــا دی، دا د چــا دی، دا د چــا دی
ما ویل غلې شه په خوله باندې لاس کېده
دا پــــــه لاره شیندل شوی زړه زما دی
درد به څنګــــــه دوا کیږي احسانمنده؟
درد مې بیا لـه نورو ورځـو نــــه سېوا دی
احسانمند
د تصویر جوړونکي نه هم نړۍ مننه، د مینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

3
1August 29, 2026 229 1