دا ښار هسې په نوم د انسانانو دے لاليه !
ځنګل دے پکښې راج د شرمخانو دے لاليه !
تيارو ځپلي خلق دې زمونږ په خوا کښې کښېني
مونږ کړے انتظام د رڼاګانو دے لاليه !
مونږ تل د پردو خلقو خوشحالو ته خوشحالېږو
دا يو خصلت زمونږه د ډمانو دے لاليه !
مونږ چرته چې چراغ ليدلے ځان مو پرې سېزلے
زمونږه خو عادت د پتنګانو دے لاليه !
د دې سړي په مينه کښې خوبونه حرام شوي
د دې سړي آرام په دوايانو دے لاليه !
مونږ هسې زنده باد او مرده باد نعرې وهلې
وطن خو د وطن د بادارانو دے لاليه !
طوفان مو د وختونو په شا ځکه تمبولے
چې سر باندې مو سيورے د يارانو دے لاليه!
نه ښکاري او نه مخې له راځي چې سر په سر شو
يو جنګ دے راپه غاړه د پېريانو دے لاليه !
غزل کښې د اقبال که د خالونو ذکر نشته
مضمون خو پکښې ستا د اداګانو دے لاليه !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ....⚜
╔═════❥●○○○
💎@Jan210❣⚜
╚═════────♡♡♡─✤●

4August 29, 2026 237