کله چې د حق د لارې یو پیاوړی غږ، د رڼا بې باکه سفیر، د دعوت ځلانده ستوری، د ارادې او اخلاص خاوند، استاد عبدالله سعید (تقبله الله) د شهادت جاویدانه مقام ته رسیږي نو یوازې یو انسان سترګې نه پټوي دا د یو داسې ستر کاروان سالار رخصت دی چې په هجران سره یې د ممبر او محراب غږ یتیم کیږي، د پوهې او هدایت یوه تنده ماتیونکې چینه وچیږي او د امت په زخمي زړه یو بل ژور او بې علاجه ټپ پاتې کیږي.
استاد عبدالله سعید مړ نه دی د هغه بیدارونکي افکار، د ويشتونکي دعوت غږ، د هغه بې ساري علمي تحقیقات، ژور تدقیق او د هغه سپېڅلی او بې داغه ژوند د تاریخ په زرینو پاڼو او د مومنانو په ژوندیو زړونو کې د تل لپاره ابدي دي. هغه د خپل قلم، ژبې، علم او عمل مسؤلیت په پوره مېړانې او رښتنولۍ سرته ورساوه! خپل امانت یې د حق په لاره کې تر ټولو لوړ منزل (شهادت) ته ورساوه. مبارک دې وي د ځوانمردۍ او سرښندنې دا د کمال او سپېڅلتیا لوړ مقام! او د تل لپاره دې روښانه او رڼا شیندونکې وي ستا د مبارکې وینې لاره، ای د بیدارۍ، پوهې، د سنګر، ممبر او دعوت د اسمان ځلانده ستوریه!
#تدبيرګر




