مونږ ملګرتیا د یرموک په دښته کې پېژدلې او پاللې ده چیرته چې زما… — تدۡبِیرګر — TG.ME

مونږ ملګرتیا د یرموک په دښته کې پېژدلې او پاللې ده چیرته چې زما اسلافو د مرګ په وروستیو سلګیو کې د خپلې تندې اوبه خپل ملګري ته بښلې او په تږي ځان یې خپل روح حق ته وسپاره. هو مونږ ملګرتیا تر هر چا ښه پېژنو او پالو یې مګر په دې نني عصر کې داسې څوک نشته چې زمونږ د زړونو دا اخلاص، ایثار، وفاداري، للٰهيت او د ملګرتیا دا لوړ مقام وپېژني ځکه نن خلک په ملګرتیا کې مصلحتونه پالي او مونږ پکې خپل سرونه قرباني کوو.
الحمدلله


#تدبيرګر
❤45🥰6⚡2😢1
June 20, 2026 1.2K 1