@sherona74 · 1.8K subscribers
تر ټولو لوی انتقام دا دی چې خوشحاله اوسې، پرته له دې چې چا ته د خپلې خوښۍ وضاحت ورکړې.
The short link opens the channel straight in the Telegram app — not in a browser tab.
tg.me/go/sherona74Is this your channel? Add @tgme as admin — and see how many people click your links. Get the stats →
Channel created January 19, 2024per Telegram
We have been tracking it since July 18, 2026
In all that time the channel has changed neither its name, nor its @username, nor its avatar.
We show only what we have seen ourselves.
د سپینې غاړې هار مې ته یې، لونګین مې ته یې، خال د جبین مې ته یې… فکر مې نه کاوه چې په پښتو ژبه کې به دې یو څوک دومره د چا خپل شي. ❤️
دوئ هر هغه څه چې ته یې کوې خوښیږي یې، یوازې دا یې نه خوښېږي چې کوونکی یې ته یې. 🙂↕️
په دې ټولنه کې هدفونه ترلاسه کول یوازې خوب ښکاري؛ ځکه مې اوس د خوښې کار هم خوب کول شوي. _شهاب
څومره وختي ده چې پوه شو، پر موږ څومره ناوخته شوې ده؟ _شهاب
ولې په موږ کې دوه کسان اوسي؟ یو هغه چې د خپل ځان په لټه کې دی، او بل هغه چې هره ورځ د هماغه ځان په توګه ژوند کوي. _شهاب
فکر کوم، ځینې خلک په دې لعنتي نړۍ کې خوشاله پای نه لري، یوازې د ژوند په پای کې سکون مومي. _شهاب
څومره بده ده چې یو انسان یوازې په دې جرم له ځانه وشړو چې ((ته باید بدل شې.)) او څومره لوی انسانیت دی چې ووایو:ته چې څنګه یې، هماغسې دې منم. _شهاب
پخوا به په ژوند کې ښې ورځې وې، اوس خبره تر ساعتونو راورسېده… اوس په ټول ژوند کې، یوازې څو ساعته خوشحاله یو. _شهاب
پانګه که سودا؟ د ځینو خلکو لپاره ته ملګری نه یې، یوازې د هغوی د پوښتنو ځواب یې… کله چې یې هر څه درڅخه زده کړل، بیا ستا ارزښت هم ورته ختمېږي. _شهاب
په پای کې، موږ ټول داسې یو چا ته اړتیا لرو چې هماغسې مو ومني لکه څنګه چې یو؛ نه داسې څوک چې غواړي موږ د خپلې خوښې په څېر جوړ کړي. _شهاب
هغه څوک چې په نړۍ کې خپل شتون نه احساسوي، تل د خپل ځان د موندلو په لټه کې وي. ځکه تر ټولو لویه ګمراهي دا نه ده چې انسان لاره ورکه کړي، بلکې دا ده چې نور په دې نړۍ کې د خپل وجود د شتون احساس هم له لاسه ورکړي. _شهاب
فطرت: بې له زحمته ترلاسه شوی هر څه، یا لنډمهاله وي، یا فریب..
خبریال : راتلونکي نسل ته مو پیغام څه ده چرسي : امممً راتلونکي نسل ته مې پیغام داده چې ندي راځي .😉😅.
فکر کوم هغه درد چې ستا په جدایۍ کې راته رسېږي، له هغه درده کم دی چې ستا په ملتیا کې یې زغمم.
هېله ده چې وژني مې. غواړم بېهیلي شم، غواړم بېپروا شم. _شهاب
زه د «سم» او «ناسم» له مفهوم سره ستونزه نه لرم؛ ستونزه مې له هغه چا سره ده چې د «سم» او «ناسم» مانا تعریف وي. _شهاب
د یو چا خپلول او د یو چا ګټل، د یوې نړۍ هومره توپیر لري. _شهاب
ژوند د راکړې ورکړې یوه نه ختمېدونکې معامله ده. آن زموږ احساسات هم په سودا بدل شوي. خلک یې ویني، ګوري یې خو تش تیریږي. _شهاب
انسان غواړي په خپل درد او یوازیتوب کې ولیدل او درک شي. ځکه ډېرۍ خلک د خپل احساس نښې په پاڼو کې پریږدي پدې هیله چې یوه ورځ به یې څوک پیدا کي او درک به کړي. Can you find me…? _شهاب
او ستا د ښمني ستا لورینه ده، کنې مونږ خو یواځې د دوستۍ ګنهګار یو.