یو عالم وايې:
درې کارکوونکي ډېر مفلس (غریب) دي.
لومړی: د ښکار سپی
منډې وهي ځان ستړی کړي؛ خو ښکار بل چا ته نیسي.
دویم: بخیل انسان
ځان د مال په جمع کولو ستړی کړي؛ خو ګټه ترې بل څوک واخلي، د دۀ نه پاتې شي.
درېیم: غیبت کونکی انسان
دنیا کې نېک کارونه وکړي، اخرت کې یې اجر بل څوک واخلي.


