ما د خپل ژوند د ځوانۍ نیمایي برخه په داسې شیانو پسې په منډه وهلو تېره کړل چې هیڅ ارزښت یې نه درلود، تر هغو چې حقیقت ته ورسیدم.
نن دا ټول کلونه زه درته په څلورو خبرو کې را لنډوم:
۱. هر څه چې له لیرې څخه ښکلي ښکاري، ضروري نه ده چې ور نږدې شې ځیني شیان یوازې له لیرې څخه ښکلي وي، ځکه همغه فاصله یې ښکلا ده.
۲. څوک چې دې د اړيکې په پیل کې ستړی کوي، هغه به دې په پای کې مات کړي. اصلي اړیکې شخړو او زحمت ته په سر کې اړتیا نه لري.
۳. هر هغه څه چې ستا د زړه او ذهن ارام اخلي، ډېر ګران دي، که څه هم وړیا ښکاري. د زړه او دماغ سکون تر هرې ګټې لوړ ارزښت لري، ولو که ګټه یې لنډمهاله وي.
۴. هر هغه څه چې ته یې له نړۍ څخه تمه لرې، تر هغو به یې و نه مومې، چې تر څو دې خپل ځان نه وي پېژندلی.
حقیقت دا دی چې اصلي سرچینه دننه ده، نور هر څه جزئیات دي.
#فیلسوف






