#غزل
ژوند شته خو څنګه وشي، چې تمام غرېو نیولی
د هر یو کیف خالقه!، خالي جام غرېو نیولی
سلګۍ یې اورمه زهٔ، رنګ یې زما غوندې دی
لکه بې موره ووړکی، نن ماښام غرېو نیولی
ځینې شیان دي چې تهٔ، تللې یې وړي دې دي
زما خوشحالي خفه ده، زما آرام غرېو نیولی
لهٔ مودو وروسته راغلې، لهٔ هر قدمه دې جار
لاس درکولی نهٔ شم، او سلام غرېو نیولی
شعر یې حصه د وجود، لوله یې اوره یې مهٔ
لکه اوبرنګ د اوبرنګ، هر کلام غرېو نیولی
::اوبرنګ::




