په لمریزو وړانګو کې د دغو شګو او غرونو ترمنځ د تاریخ اوږدې ساګانې… — تدۡبِیرګر — TG.ME

په لمریزو وړانګو کې د دغو شګو او غرونو ترمنځ د تاریخ اوږدې ساګانې انځور شوي دي. دا د کاروانونو لار ده هغه لاره چې د پخوانو انبيآؤ، مهاجرینو، فاتحینو، لارويو، مسافرو او سوداګرو د قدمونو ګرد یې د ځان پر غېږه وړی. د دې لارې دواړه اړخونه له ویاړلو غرونو ډکې دي چې د زمانې شاهدان دي. د کاروان مشران پر اوښانو سپاره خپل سفر ته دوام ورکوي لکه د ازل نه چې د دوی برخه‌لیک همداسې لیکل شوی وي. هر ګام چې پورته کوي ګردونو ته ژمنه ورکوي چې له دوی وروسته به بله قافله هم دلته تېرېږي. د انسان ژوند هم همداسې یو کاروان دی له یو ځایه بل ته تلل، د ستونزو تنګو درو ته داخلېدل، د امیدو وړانګو ته رسېدل، د ماتې د ګردابونو نه تېرېدل او بیا د بریا منزل ته رسېدل. دا سفر هم د دنیا په سرای کې د نفسونو سرګردانۍ ته ورته دی چې څوک یو منزل ته رسېږي بل ته دوام ورکوي خو د لارې رازونه یوازې هغو ته څرګندېږي چې د صحرا خاموشۍ ته غوږ شي. خاموشي خپله په خپل ځان کې لويه کيسه لري خو کاااش چې څوک یې واوري. دغه رازونه د هغه چا له سترګو پټ نه دي چې د وجود روح یې د تاریخ پاڼې لوستې وي هغه پوهېږي چې د انسان د سفر حقیقت د ده له وجود نه لوړ دی چې کاروان باید حرکت وکړي که نه نو د صحرا د بادونو خوراک به شي. دا غرونه، دا درې، دا لمریزه روښنایي، دغه ګردجنه صحرا، دغه وير لړلې څپې او دا دوړې د یو ازلي حقیقت شاهدي ورکوي. حرکت د بقا راز دی او له کاروانه پاتې کېدل د نابودۍ پیلامه. #تدبيرګر

May 31, 2026 1.3K 2 1