مومنې ميرمنې بايد داسې وي: ﴿قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ﴾ هغوی (د شعیب علیه السلام لوڼو) دواړو وویل: مونږ اوبه نه ورکوو تر څو شپانه خپل رمې بېرته بوځي او زمونږ پلار ډير بوډا دی. یعنې د شعیب علیه السلام لوڼو د خپل پلار زړښت، انتظار، د کار سختي، خپلې بې وسۍ او د څارويو تنده د دې عذر ونه ګرځول چې له پرديو نارینوو شپونکيانو سره ګډې شي بلکې حیا او عفت ته یې اوليت ورکړ. په دې کې د حیاء، پاکلمنۍ، عزت، وفادارۍ او د ښځې د وقار یو ستر درس دی چې انسان باید د ضرورت پر مهال هم د حدودو او ادب خیال وساتي..! الله تعالی دې زمونږ د ټولنې اصلاح وکړي. آمین #تدبيرګر
May 30, 2026 1.1K 13