د وطن د سقوط زخم هغسې تازه دی. نه ورغیده او نه یې له درد سره عادت شوم. هر سهار مې زړه هغسې غوڅ، غوڅ پرې کېږي… له هغه کال راهیسې مې بیا نه له زړه خندلي، نه مې سکون موندلی نه مې چېرې د کور احساس کړی. ژوند معنی بایللې او ذهن غلی، لکه د سقوط ورځ چې هر خوا چوپتیا خپره وه. ژوند لکه لارورکی مساپر، لالهانده تلولی روان دی خو لوری یې نه دی معلوم… انسان کاشکې د وطن په بایللو یوازې ځمکه بایللی، وطن چې بایلې غږ بایلې، اړیکې بایلې، انګیزه بایلې، هویت بایلې… ځانته به له سره معنی پیدا کوې او ځینې ممکن دا هویت او معنی ټول عمر هم ونه مومي. هر څه که و موږ ته وطن ښکلی و کب ته وي خوږې د سمندر اوبه _ استاد پسرلی 🇦🇫🥀 📸: د کور له بامه، کابل ۲۰۱۸ - شفیقه خپلواک @TMV_LIBRARY TMV - HERAT LİSESİ (KÜTÜPHANE)📚
August 14, 2026 213 2