د قحطۍ په کلونو کې، عمر رضي الله عنه د لوږې له امله د خپلې ګېډې ږغونه واورېد؛ په کلکه لهجه یې خپل نفس ته وویل:
«قَرْقِرْ أو لا تُقَرْقِرْ، فَوَاللَّهِ لا تَذُوقُ اللَّحْمَ وَالسَّمْنَ حَتَّى يَشْبَعَ أَوْلَادُ الْمُسْلِمِينَ.»
: اې ګېډې! ږغونه کوې که نه، په الله قسم! تر هغه به غوښه او غوړي ونه څکې، څو چې د مسلمانانو ماشومان ماړه شوي نه وي.
بیا یې خپلو ملګرو ته ویل:
«واللهِ لا يَشبعُ عمرُ حتى يَشبعَ آخرُ المسلمين.»
په الله قسم! عمر به تر هغه نه مړېږي، څو چې وروستی مسلمان هم نه وي موړ شوی.
د هغه په زړه کې تل دا وېره ژوندۍ وه چې هسې نه الله متعال ، یې د رعیت د حقونو په اړه سخت حساب ته راوبولي.
خپلو والیانو ته به یې ویل:
«ما أحدٌ أحقُّ بهذا المالِ من أحد، وما أنا فيه إلا كأحدِ المسلمين.»
په بیت المال کې هېڅوک تر بل ډېر مستحق نه دي، او زه هم پکې د نورو مسلمانانو په څېر یو مسلمان یم.
د رعیت د غم احساس یې تر دې حده رسېدلی و چې د حیواناتو په حق کې به یې هم ځان مسؤول باله او ویل به یې:
«لو أنَّ بغلةً عثرتْ بالعراقِ لخشيتُ أن يسألني الله عنها: لِمَ لَمْ تُمَهِّدْ لها الطريقَ يا عمر؟»
:که په عراق کې یوه قاطره(قچر،یا آس) هم وغورځي، وېرېږم چې الله ج
به رانه وپوښتي: ای عمر! ولې دې ورته لاره نه وه هواره کړې؟
نن که خپل وجدان ته ور وګرځو، آیا زموږ ضمیر دا اجازه راکوي چې
د مظلوم، بېوزلي انسان پر وړاندې دې چوپ پاتې شو؟
ایمان ،او وجدان ،مو دا نه ایجابوي، چې هر ځای او هره موضوع کې دې، زموږ ژبې ګونګې او غوږونه کاڼه وي؟
والله، ثم تالله! د الله ج ،په وړاندې به د هر مظلوم، هر بېوزلي او هر هغه انسان په اړه چې زموږ د مسؤولیت تر سیوري لاندې وي، پوښتل کېږو، خو له بده مرغه، ډېر وخت زموږ ټول فکر یوازې د خپل ځان، خپلې کورنۍ او د خپل ژوند د اسانتیاوو په برابرولو راڅرخي، او د رعیت درد مو له احساسه وتلی وي.
دا خبره په ځانګړي ډول هغو کسانو ته ده چې د نظام په رأس کې د خدمت مسؤولیت پر غاړه لري؛
ستا پورې مربوط دا پیراخه ، امکانات، ستا شخصي ،ملکیت نده ،بلکې داد څلویښت میلونه ،انسانانو ،حق ده چې تاته یې امانت په توګه سپارلئ .
ځان مسؤل وګڼه د رب په نزد د دې هرې روپئ،ځواب ،او کلک مواخذه ،سته.
*#الخالدمیډیا*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
https://t.me/AlkhaledMedia
*واتساپ ګروپ 2*
https://chat.whatsapp.com/ExuL198nDMsEf9HkzRX90S