پامیر غږ: post #474 — TG.ME

مهم خبر
امنیتي سرچینې وایي، د پاکستان د چترال سیمې څخه د یوې وسله‌والې ډلې د غړو هڅه چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ته ننوځي، ناکامه شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغو کسانو غوښتل د شاه‌سلیم له لارې د افغانستان خاورې ته داخل شي، خو د توپخانې په سیمه کې د پولې پر صفر کرښه د ۱۵مې سرحدي لوا له ځواکونو سره مخامخ شول او نښته رامنځته شوه.

سرچینې زیاتوي، په دې نښته کې د یادې ډلې پنځه غړي وژل شوي، څو نور ټپیان شوي او پاتې کسان بېرته د پاکستان چترال سیمې ته تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت تر دې وړاندې پاکستان تورن کړی و چې د حکومت مخالفو وسله‌والو ډلو ته پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه برابروي.

همدارنګه، څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت اعلان کړی و چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د دغو ډلو پر اډو هوايي بریدونه کړي دي.

له بلې خوا، احمد مسعود تر دې وړاندې هم په پاریس کې په یوې غونډه کې له پاکستان سره د همکارۍ اعلان کړی و او ویلي یې وو چې د افغانستان د حکومت پر ضد به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
❤1👍1💯1
July 24, 2026 272