غـــــــــــزل
کوي هـر ســـــړی گیله له خپله بخته
زړه نه زړه ته لاره کیږي خو په سخته
ما هـــم شپږ سـوه گیلې درته را وړي
څـه له ستړې زندگـۍ او څه له وخته
د غـــــــــرور په بام ولاړه یاره واوره
را پریوځـې به هتمن له دغــــــه تخته
په فاني دنیا ڪـې ورک غافل انسانه
وي لباس به دې اخـــــــر د کفن رخته
ما دځان گمان په دوې باندې وو کړی
زۀ د خپل اعتماد ښڪار شولمه زښته
په رنگ ښکلي وو خو مینه پکې نوه
ما احساس یې ڪړلو دغه یو کمښته
تیر وتنه کې مې خپل زړگی برباد کړو
په ځان پو شومه "نظامه" خو ناوخته
ش/نظام الدین شریفي
2September 3, 2026 29 2