د دې ازادۍ تر شا د وینو، قربا.نیو، ستړیاوو او اوږدو مبارزو یو دروند تاریخ پروت دی!
کله چې له فتحې مخکې خلیفه صاحب د کندهار او زابل په ولایتونو کې ګرځیده، په لارو کې څو ځله له دښمن سره مخامخ شوی، په سر به یې امریکایي بنګنې ګرځیدې خو د الله تعالی فضل وو چې د دښمن عصري ټیکنالوجي به پرې ړنده وه.
دا ویډیو هم له فتحې وړاندې اخیستل شوې ده، خلیفه صاحب، شهید مزمل صیب، حاجي وفا صیب او یو شمیر نورو مشرانو سره کندهار ته سفر کړی، په همدې سفر کې د راتلونکو فتوحاتو په اړه هغه مهال ځینې خبرې او وړاندوینې هم شوې دي او وروسته خلیفه صاحب د مرحوم ملاصاحب د اوسیدو ځای ته تللی دی.
دا ویډیو د یوه سخت پړاو ژوندی یاد دی که وخت لرئ ویې ګورئ، بیا به درته روښانه شي چې د دې نظام، دې خاورې او دې ولس لپاره څومره ستړیاوې، دردونه او قربانۍ تیرې شوې دي.
#August31مه
*حاجي شریف نوي واټساپ چینل وڅارئ*
👇
https://whatsapp.com/channel/0029Vb65GKq5K3zYFWDGcc0e
9August 31, 2026 1K 10