دا فاطمه الحربي نومېږي، د سعودي عربستان اوسېدونکې ده او د طیبه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاده ده.
هغه د خپل هېواد د سایبر امنیت وتلې متخصصه ده او دوه ځله یې د نړۍ د غوره ښځینه کارپوهې جایزه ترلاسه کړي ده.
الحربي د سایبري امنیت په څېړنو او مشورتي کارونو کې فعاله ونډه لري. هغې د نړیوال سایبر امنیت د ستراتیژیو جوړولو او د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې مهمې څېړنې او پروژې ترسره کړې دي، چې له امله یې نړیوال ویاړ ترلاسه کړ.

8
3September 5, 2026 663 2