موږ هغه امت نه یو چې بریاوې یې د یوې لوبې په پایله وټاکل شي.
نه زموږ عزت او عظمت د یوه توپ په وهلو جوړېږي، او نه زموږ کرامت د یوې لنډمهالې شپېلۍ «شپېلاق»، یا د یوه ريپري د پرېکړې په بدلېدو له منځه ځي. کله چې ټولې سترګې یوازې یوې پایلې ته خښې شي، او ټول احساسات او عواطف د هماغې شېبې لپاره ولګېږي، همدا خپله هغه موضوع ده چې باید په خپل ژوند کې یې ځای او ارزښت له سره وارزوو. لوبې پای ته رسېږي، د لوبغالو څوکۍ تشېږي، او د خبرونو د پردو مخونه بلې پېښې ته اوړي؛ خو د امت ریښتینی حالت، له خپلو ټولو درنو واقعیتونو او پرلهپسې دردونو سره، هماغسې پر خپل ځای پاتې وي.
امت د ويښتیا، کار او هڅې په تمه وي، نه د چکچکو او شورماشور. امت هغو رښتینو اتلانو ته اړتیا لري چې د بریا ډګرونه یې په ۹۰یمه دقیقه کې نه ټاکل کېږي، بلکې د امت د عزت، بیدارۍ او بدلون په اوږده او دوامدار مزل کې خپل بریالیتوب ترلاسه کړي.
ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r

14
4July 11, 2026 640