انټرنېټ او مصنوعي ځیرکتیا ګواښ نه، بلکې د ځواک وسایل دي! نن سبا… — Qiyadat - قيادت — TG.ME

انټرنېټ او مصنوعي ځیرکتیا ګواښ نه، بلکې د ځواک وسایل دي!
نن سبا انټرنېټ یوازې د ساعتېرۍ، خبرو اترو او معلوماتو د ترلاسه کولو وسیله نه ده، بلکې د هېوادونو د ځواک او پرمختګ له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کېږي. اقتصاد، سیاست، زده‌کړه، رسنۍ، سوداګري، امنیت او د عامه افکارو مدیریت تر ډېره په ډیجیټلي نړۍ ولاړ دي. له بلې خوا، مصنوعي ځیرکتیا هم په ډېر چټکۍ سره د نړیوال ځواک یو اساسي معیار ګرځېدلې ده.
هغه هېواد چې د انټرنېټ، ډیجیټلي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په پراختیا کې وروسته پاتې شي، که هر څومره د پرمختګ شعارونه ورکړي، په حقیقت کې د نړیوالې سیالۍ له اصلي ډګر څخه شاته پاتې کېږي. ځکه د نننۍ نړۍ ریښتینی ځواک نور یوازې په طبیعي شتمنیو او پوځي امکاناتو نه سنجول کېږي، بلکې په پوهه، ټکنالوژۍ، معلوماتو او د هغو په اغېزمنه کارونه پورې تړلی دی.

ټيليګرام:👇👇👇
https://t.me/Qiyadat
وټسپ:👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaEHdkrKrWQtR8QGoC1r
👍11❤9
July 1, 2026 805