#بېړنی_خبر
د ځايې سرچينو د معلوماتو له مخې، د بلوچستان ایالت د پشین ولایت د چمن ولسوالۍ اړوند د روغاني سړک په سیمه کې پر یو ملکي موټر برید شوی دی.
سرچینې وایي، په یاد موټر کې د ایف سي (فرنټیر کور) ځواکونه سپاره وو چې پرې ناپېژاندو وسلهوالو کمین نیولی او ډزې یې پرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې درې ایف سي سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ځینې امنیتي سرچینې ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان له لوري ترسره شوی دی.
د پېښې وروسته برید کوونکي له سیمې وتلي دي.
د نورو جزیاتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.
#خراسان_غږ
57
7
6February 25, 2026 19.1K 3