دا څو ورځې مسلسل مو اوریدلي وي چې هندوستان په ځینو پاکستاني انسټګرام… — Online earning — TG.ME

دا څو ورځې مسلسل مو اوریدلي وي چې هندوستان په ځینو پاکستاني انسټګرام او یوټیوب اکاونټونو باندې بندیز ولګوه. خو پوښتنه دا پیدا کیږي چې دا بندیزونه څنګه لګیږي، ځکه یوټیوب او انسټاګرام خو په هندوستان پورې اړه نلري. هر هیواد انټرنیټ که هغه د فایبر نوري او یا سټایلایټ له لارې ورکول کیږی نو دا ټوله ډیټا او یا هم معلومات د یوې له لارې تیریږي چې هغه لارې یا ډیوایسونو ته نیشنل ګیټوې ویل کیږي. تاسې به اوریدلي وي چې ایران، شمالي کوریا او چین هغه هیوادونه دي چې خلک یې اکثریت بهرني مختلف قسمه ویبسایټونه او یا هم نورو معلوماتو ته لاس رسي نلري. دا ځکه چې دوی په همدې برخه کې پخپلو هیوادوالو د نورو هیوادونو  معلوماتو لیدلو او یا هم پلټولو بندیز لګولی دی. کچیرې یو هیواد وغواړي چې د بل هیواد په اکاونټونو، ویب سایټونو، اپلیکشنونو او یا هم نورو برخو باندې بندیز ولګوي او دهغې هیواد خلک ورته لاس رسۍ ونلري نو په همدغه نیشنل ګیټوې کې ورباندې همدا اصول پلې کیږي.

May 3, 2025 120