لیونی زه شوم او ته وایې د خـندا دې کړمه
یاره ریښتیا وایه، رسوا شوې، که رسوا دې کړمه
زما خالقه! زه دخپل ژوند په قېصه پوی نه شوم
بس نو پیدا دې کړمه، لوی دې کړم، فنا دې کړمه
دزمــانې دکشالو نه دې خلاص کړی یمه
ای محبته، دخپل غم په مشغولا دې کړمه
خلق مې اوري، خو دچا زړه کې مې لار ونکړه
یـه یې وسۍ، څه دیتیم دکور ژړا دې کـړمه
راشه تلوار وکړه، ما بیا راګرځولې نه شې
دجنازې لمونځ یم لالیه، که قضا دې کـړمه
کماله،تاسره دغم څومره قیصې پرتې دي
نن چې دي بیرته غزل اووې په ژړا دي کړمه