راځئ چې د الله ﷻ د سپېڅلي کور د ابادۍ په دې مبارک کار کې لاسونه سره ورکړو، څو د دنیا په دې فاني ژوند کې د خیر یوه نه هېرېدونکې نښه پرېږدو او د آخرت لپاره خپل تلپاتې کور ورغوو.
د مولانا یعقوب چرخي رحمهالله جامع جومات د ودانولو چاري پیل شوې دي. دا نوی ډیزاین شوی جومات به، انشاءالله، یو تهکوی او دوه منزله وي، چې د عبادت کوونکو لپاره به پراخ او مناسب ځای ولري او د سیمې د دیني او ټولنیز ژوند یو روښانه مرکز به وګرځي.
له هېواده بهر میشت وروڼه او خویندې کولای شي خپلې مرستې د #مانيګرام، #ویسټرن_یونین او یا #gofundme له لارې راولېږي.
همدارنګه، که ستاسو مرسته نقدي وي او که د ودانیزو توکو لکه سمنټ، سیخ، خښتو او نورو موادو په بڼه، کولای شئ ټاکلي ادرس ته یې وسپارئ.
هره وړه او لویه مرسته ستاسو لپاره صدقه جاریه ده؛ هغه نېک عمل چې ثواب یې تر قیامته روان وي.
077 616 3234
د جومات امام واټساپ کي د هماهنګي لپاره رابطه وکړي.

2
1February 25, 2026 299