د معیار او کیفیت ادارې د ۱۸ مسلکي بستونو د کارموندنې خبرتیا
د معیار او کیفیت اداره، اهل کار ته د کار د سپارلو، د افغانستان اسلامي امارت د عالي موخو د ترلاسه کولو، د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو او د مسلکي، ژمنو او تجربه لرونکو کسانو د ګمارنې په موخه، د خپلو مخکینیو خبرتیاوو په دوام، (۱۸) درېیم، څلورم او پنځم مسلکي بستونه د اړوندو رتبو او معاشونو مطابق د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
هغو غوښتونکو ته چې د افغانستان تابعیت لري، خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ کال د سنبلې له ۲ نېټې څخه تر د ۱۴۰۵ کال د سنبلې تر ۱۳ نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره د غوښتنلیک ځانګړې فورمه په آنلاین ډول ډکه کړي او خپله خلص سوانح له اړینو اسنادو لکه د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزارت له لوري د تایید شویو تحصیلي اسنادو سره ضمیمه کړي.
همدارنګه، هغه کاندیدان چې په امارتي ادارو کې کاري سابقه لري، د خپلو کاري سوانحو د خلاصې په وړاندې کولو مکلف دي او هغه کاندیدان چې فعلاً یا مخکې یې په خصوصي موسسو یا ادارو کې دندې ترسره کړې دي، مکلف دي چې د خپل کاري قرارداد کاپي چې د ا.ا.ا د صنعت او تجارت محترم وزارت له لوري تایید شوې وي، راولیږي.
غوښتونکي مکلف دي، چې د آنلاین نومليکنې د فورمې له بشپړولو وروسته ټول اړین اسناد په یوه PDF فایل کې چې حجم یې له (MB5) کم وي، تنظیم کړي او د اعلان له پای ته رسېدو مخکې یې د لاندې لینک له لارې اپلوډ او واستوي:
د لایحو د ترلاسو کولو لینک: https://tinyurl.com/4xyvutzr
د نوم لیکنې لینک: https://tinyurl.com/3rztryj7
د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
( ۰۷۷۵۷۴۸۰۲۰ – ۰۷۸۶۳۸۸۶۳۶ – ۰۷۴۸۵۶۵۸۵۳ )
5
1August 23, 2026 2.9K 28