له عبرته ډکه کیسه!!!
#خپلو خلکو سره خیانت مه کوئ!
وایي یو پاچا له خپلو مرستیالانو او مشرانو سره په یوه بازار کې ګرځېده.
یو پلورونکی یې ولید چې ټول مرغان یې په یوه دینار پلورل، خو یو یې په لسو دینارو پلورلو.
نو پاچا ودرېد او ترې ویې پوښتل: ولې دا په لسو دینارو او نور ټول په یوه دینار پلورې؟
سړي وویل: کله چې موږ دا مرغه په داسې ځای کې کېږدو چې آواز وکړي، ټول مرغان د دې آواز ته راشي او موږ یې ونیسو...
پاچا دا مرغه په لس دینارو وپېره، بیا یې د خپلو مرستیالانو او قوماندانانو په وړاندې د مرغه سر له بدن څخه جلا کړ او ټول حیران شول!!!
هغوی وپوښتل: پاچا! ولې دې د دې مرغه سر پرې کړ وروسته له دې چې و دې پیرودلو؟
نو پاچا وویل: دا د هغو کسانو سزا ده چې خپل جنس سره خیانت کوي.
©