د امارتي پوهنتونونو ۶۵ استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د ټولو امارتي پوهنتونونو ۶۵ پوهاند او پوهنوال علمي رتبو استادانو لپاره د برېښنايي زده کړو کورسونو ثبت دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دغه ورکشاپ کې یادو استادانو ته د برېښنایي زده کړو کمېسیون غړو استادانو له لوري د ویډيو ثبتول، سمونه، د معیاري سلایډونو جوړول، د سلایډونو جوړولو وسایل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.
نېټه: پنجشنبه
د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ربيع الاول١٣مه
د ۱۴۰۵هـ.ش کال د سنبلې ۵مه

4August 28, 2026 2.7K 2