د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر… — د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی — TG.ME

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل
په دې لیدنه کې د لوړو زده‌کړو وزیر د قطر سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت د نظام په اړه د قطر له سیاستونو او دریځونو څخه مننه وکړه او افغانستان او قطر یې هغه دوه ملکونه وبلل چې ډېر ګډ دیني او فرهنګي مشترکات لري.
همدارنګه د لوړو زده‌ کړو وزیر د افغانستان تحصیلي نظام په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د افغانستان د لوړو زده‌ کړو وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت، د اسلامي شریعت او د دې ملک د خلکو د کلتور په پام کې نیولو سره، عصري زده ‌کړو او د علومو پرمختګ ته ژمن دی.
وروسته په کابل کې د قطر سفیر محترم ډاکټر مردیف بن علي القاشوطي په خپلو خبرو کې د دواړو ملکونو ترمنځ دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: «موږ د افغانستان له پرمختګ او په دې ملک کې د لوړو زده‌ کړو او پوهنې له پیاوړتیا څخه خوشحالېږو»
هغه د خپلو خبرو په دوام کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته به د قطر او نورو اسلامي ملکونو د استادانو لېږلو، د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د تجهیز او په نورو علمي برخو کې همکاري او مرسته وکړي.
د لیدنې په پای کې د لوړو زده‌ کړو وزیر د قطر له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان له تحصیلي نهادونو او د سرطان د تشخیص او درملنې له مرکز څخه لیدنه وکړي، چې د قطر سفیر یې دغه بلنه په تود هرکلي سره ومنله.
August 23, 2026 3.7K 2