لوړو زده کړو وزارت د فتحې او استقلال ورځې په شانداره مراسمو سره… — د لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی — TG.ME

لوړو زده کړو وزارت د فتحې او استقلال ورځې په شانداره مراسمو سره ونمانځلې
لوړو زده کړو وزارت «فتحه او استقلال د علم او هنر په هنداره کې» تر عنوان لاندې، په کابل پوهنتون کې ونمانځله، چې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین، د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین، د مرکزي ریاستونو او پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، استادانو او سلګونو محصلینو ګډون پکې کړی و.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني محصلینو ته وویل چې ستاسو وروڼو، پلرونو او خپلوانو د دې اسلامي نظام د حاکمیت لپاره ځانونه ټوټه ټوټه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې عالي همت ولري او د اسلامي ارزښتونو د تطبیق لپاره کار وکړي.
دغه راز د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین قاري مولوي محمد یونس راشد د اشغال پر مهال د زندان د وخت خاطرې بیان کړې او زیاته یې کړه چې دغه اسلامي نظام د شهادتونو، زندانونو، هجرتونو او نورو کړاوونو په پایله کې راغلی دی.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې فتحه او استقلال د قربانیو، وینو، ستړیاوو او سلګیو په بدل کې راغلي او زیاته یې کړه چې ازادي په قربانیو اخیستل کېږي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي محصلینو ته وویل چې خپل دین، عقیده او فکر وساتي او د خپل قلم، ژبې او علم په وسیله د کفارو پر وړاندې مقابله وکړي.
د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې یوازې مؤمنان د الله تعالی په نصرت باور لري او زیاته یې کړه چې امریکا ځکه دلته ماته شوه چې زموږ جګړه ورسره یوازې د دین د حاکمیت په اړه وه، نه د دنیا د پاچاهۍ په اړه.
د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د اشغال په اړه مستند، تمثیلي پارچې هم وړاندې شوې.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق د ربیع الأول ۹ مه
۱۴۰۵ هـ.ش د سنبلې لومړۍ
August 23, 2026 3.6K 2