سرپل پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه او ۵ زره افغانیو په ارزښت د یو محراب مسجد د جوړېدو چارې عملاً پیل شوې
د یاد مسجد د جوړېدو د عملي چارو د پیل په مراسمو کې د ولایت مقام مرستیال ملا خال محمد حقاني، امنیه قومندان، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، کارکوونکو او یو شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و.
دغه مسجد د يوې داخلي مؤسسې له لوري د ۶ میلیونه او ۵۴۱۵ افغانیو په ارزښت جوړېږي، چې په یوه وخت کې به د ۶۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري او د ۸ میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق د ربیعالاول ۸ مه
۱۴۰۵ هـ.ش د اسد ۳۱ مه
4August 22, 2026 3.8K 2