له خپلې مور سره مې خبرې کولې، او غوښتل مې وازمایم چې ایا راز ساتلی شي… — تـ⃟وْر لـ⃟ـيْک — TG.ME

له خپلې مور سره مې خبرې کولې، او غوښتل مې وازمایم چې ایا راز ساتلی شي که نه. نو ورته مې وویل: «مورې، زما سره یو راز دی، که یې درته ووایم، ساتلی یې شې؟» هغې وویل: «هو زویه، خامخا، ووایه.» ما ورته وویل: «یوه ښکلې ترکي نجلۍ ده، زه یې خوښوم او هغه ما خوښوي، موږ د واده نیت لرو، خو مهرباني وکړه، هېچا ته یې مه وایې.» هغې وویل: «ډاډه اوسه، ستا راز په يو ژور څاه کې واچوم.» سبا سهار پلار مې ولیدم، موسکی شو او راته یې وویل: «سهار مو پخير، انجنیر اوغلو!»😄 #تور_لیک #c𝓱𝓲𝓷𝓪𝓻 𓆪 #مور❤️

❤4👍2😍1
August 2, 2026 1K