ظالمانو! تاسې څنګه زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د… — ادبي ماښام — TG.ME

ظالمانو! تاسې څنګه زړونه لرل چې د یوې معصومې ماشومې له سترګو مو د ژوند رڼا وتښتوله؟!
هغه خو لا د نانځکو د لوبو عمر ته هم نه وه رسېدلې؛ لا یې د ژوند د رنګونو په مانا نه پوهېده، لا یې د مور له غېږې پرته نړۍ نه وه پېژندلې، لا یې د ماشومتوب د خوښیو له دروازې هم نه وه اوښتې؛ خو ستاسې د ظلم او طغیان ښکار شوه.
تاسې دا معصومه ماشومه وتښتوله، ژوند مو ترې واخیست، او بیا مو د څو پیسو لپاره د هغې له نازک او بې‌ګناه وجود څخه د بدن غړي وایستل؟!
یا الله! انسان تر دې هم ښکته کېدای شي؟!
تاسې خپل اولادونه نه لرئ؟ د یوې ماشومې معصومه څېره مو کله د خپل ماشوم په څېره کې نه ده لیدلې؟ د هغې چیغه مو د خپل ماشوم په ژړا کې نه ده اورېدلې؟ د هغې د مور د زړه ماتېدلو تصور مو نه دی کړی؟
قسم په خدای، زه د انسانیت په نوم شرمېږم!
کله چې تصور کوم چې دا معصومه به په وروستیو شېبو کې څومره په وېره، درد او مظلومیت کې فریاد کړی وي؛ زړه مې ټوټې ټوټې کېږي او سترګې مې له اوښکو ډکېږي. دا فکر انسان له دننه ماتوي چې یوه بې‌ګناه ماشومه، چې باید د مور په غېږ کې یې د لوبو او خندا وخت وای، د انسانانو د ظلم داسې قرباني شوې ده.
قسم په خدای، زه د اشرف المخلوقات په نوم هم شرمیږم؛ ځکه انسان هغه وخت له ټولو مخلوقاتو غوره وي چې په زړه کې یې رحم، په وجدان کې یې بیداري او په لاس کې یې د مظلوم د ساتنې ځواک وي؛ نه هغه وخت چې د پیسو لپاره د یوې ماشومې ژوند او بدن هم سوداګریز توکی وګرځوي.
تاسې یوازې یو ماشوم نه دی وژلی؛ تاسې د انسانیت پر وجدان برید کړی دی. تاسې یوازې د یوې کورنۍ زړه نه دی مات کړی؛ تاسې د هر هغه انسان زړه زخمي کړی چې لا یې په زړه کې د رحم څرک ژوندی دی.
تاسې د انسانیت په نوم یو تور داغ یاست، د وحشت او بې‌رحمۍ یوه بدرنګه څېره یاست. ستاسې کړنې د فرعون د ظلمونو یاد تازه کوي؛ چې د ظلم قرباني یوه بې‌وسه، بې‌ګناه او معصومه ماشومه ده.
د دې ماشومې وینه به د هغې د قاتلانو د وجدان پر دروازه نه درېږي؛ که د دنیا له عدالت څخه وتښتي، د هغه ذات له عدالت څخه به چې د ذرې په اندازه ظلم هم نه پرېږدي، هېڅوک نه شي تښتېدلی.
ای د دې ماشومې قاتلانو!
کېدای شي د خلکو له سترګو پټ شي، کېدای شي له قانون وتښتي، کېدای شي د دنیا له سزا ځان وژغوري؛ خو د هغه رب له عدالت څخه به چې د مظلوم د اوښکې غږ اوري، هېڅکله نه شئ تښتېدلی.
او موږ؟
موږ باید لږ تر لږه دومره انسانان پاتې شو چې د دې ماشومې په وینه خپل وجدان مړ نه کړو، د هغې پر مظلومیت چوپ پاتې نه شو او د داسې وحشت پر وړاندې په ټول قوت ووایو:
دا د انسانیت ضد جنایت دی؛ او د یوه بې‌ګناه ماشوم قاتل د ټول انسانیت مجرم دی.
❤1
August 31, 2026 57