وائي هره ورانه چې نفلونه سموي خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي - زه… — ادبي ماښام — TG.ME

وائي هره ورانه چې نفلونه سموي
خدائی به کله دا برباد ذهنونه سموي
-
زه خو خفه شوې ورنه هم نه يم سريه
ولي المارۍ كښي - کتابونه سموي
-
ای هوا بدله په سیلی شه خوند کوي
پېغلې چې اوترې شي شالونه سموي
-
مونږه سموي په دې مې نشته اعترض
سوال لرم چې دوي کله ځانونه سموي
-
نن ممتاز نشه دی ګیله مه کوئ سرو
ګډوډ ئې پراته دي . بوتلونه سموي

ممتاز اورکزې
August 25, 2026 134 1