ډېر خلک د Pi Coin په اړه پوښتنې کوي. ډېر YouTuberان او خلک نورو ته… — Hamid Digital Skills — TG.ME

ډېر خلک د Pi Coin په اړه پوښتنې کوي. ډېر YouTuberان او خلک نورو ته غلط معلومات ورکوي. څوک وایي چې Pi Coin به $100 ته ورسیږي، څوک وایي $50 ته، او څوک بیا وایي چې $1 ته به ورسیږي 🤔 ځینې خبرې په یاد ولرئ او له غلط فهمیو ځان خلاص کړئ: لومړۍ خبره: که Pi Coin $100 ته ورسیږي، نو دې ته به 10 ټریلیون ډالر مارکیټ کیپ ته اړتیا وي، حال دا چې دومره ارزښت خو ټوله کرېپټو نړۍ کې هم نشته 😂 دویمه خبره: که Pi Coin $1 ته رسېږي، نو دې ته به 100 بیلیون ډالر مارکیټ کیپ ته اړتیا وي، یعنې باید BNB، XRP او نور لوی کواینونه هم شاته پرېږدي! دا امکان لري؟ 😂 درېیمه خبره: د Pi Coin مایننګ په 2019 کې پیل شوی و، نو خلکو به د مایننګ له لارې ملیونونه کواینونه راټول کړي وي. کله چې دا کواین په رسمي ډول لیست شي، نو ټول به یې د خرڅولو هڅه کوي. ایا دا به دومره ارزښت پیدا کړي؟ هېڅکله نه! وروستۍ خبره: Pi Coin هیڅ عملي کارونې (use case) نه لري، نو دا یوازې یو میم کواین ګڼل کېدای شي. پر دې ډېر تمرکز مه کوئ، وخت مو مه ضایع کوئ!

February 18, 2025 437 1