غزل چې فیصلې د انسان وګورمه ځان د دوزخ په مکان وګورمه اوس دې واده کې… — ادبي ماښام — TG.ME

#غزل

چې فیصلې د انسان وګورمه
ځان د دوزخ په مکان وګورمه

اوس دې واده کې ګډا وکړمه که
خپل و.ژ.ل شوى ارمان وګورمه؟

هله به زه په تا مئین یمه چې
ریښې ریښې مې ګریوان وګورمه

بیا د اجل وس په ما نه رسېږي
ځمه چې یو ځل جانان وګورمه

سترګو مې لپې وينې وکړې پله
باید چې نن دې قربان وګورمه

عبدالمجید پل
August 29, 2026 116 1