خپله څهره پکې په ما بې اعتباره وي
يا به مې سر مات وي يو ورځ يا به هنداره وي
زما په زړه راننوتې ده د وهم بلا
په ښاريه کې خاموشي اکثر له ډاره وي
که اجازه وي ملا نن به اذان زه وکړم
يوه جينۍ ده زما غږ پسې بيماره وي
ماته مې هره رټل شوې هيله داسې ښکاري
لکه يتيمه وي بې موره وي بې پلاره وي
د بهسودوال لفظونه راج کوي په زړونو باندې
دا پاچاهي خو دې همداسې برقراره وي😉
بهسودوال ✍️
August 22, 2026 145